صدیقي: د کندز د تښتول شوېو مسافرو له ډلې ډېر کسان خوشې شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز – تخار په لویه لار کې د تښتول شوېو مسافرو له ډلې ډېر کسان خوشې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې د مسافرینو له ډلې یوازې د نهو تنو برخلیک نه دی معلوم او پاتې نور ازاد شوي دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو وروسته له هغه چې مسافرین د طالبانو له خوا وتښتول شول خپل عملیات پیل کړل. ډېری تښتول شوي کسان یې بېرته خوشې کړل خو اوس هم نهه کسان لادرکه دي."

دفاع وزارت هم په یوه بیان کې ویلي چې اته تنه برمته شوي مسافر یې ژغورلي او د دې پېښې په تړاو یې د طالبانو یو سرګروپ له یوه اندازه وسلو سره نیولی دی.

تېره ورځ طالبانو د کندز – تخار په لویه لار د دوو بسونو ۴۷ سورلۍ له ځانه سره یوړې.

د کندز تخار په لویه لار دا لومړۍ پېښه نه ده تېره اوونۍ هم په یاده لار د څلورو بسونو ۱۸۵ سورلۍ طالبانو وتښتولې، شاوخوا ۱۶۰ تنه یې خوشې کړل، ۱۲ کسان یې ووژل او لا هم اته کسان ورسره دي.