غضنفر: هیچا ته اجازه نه ورکوو چې "بلخي" اثار په ځان پورې مختص کړي

افغان چارواکي وایي، اجازه نه ورکوي چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي اثار د کوم بل هېواد له خوا د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې ثبت شي.

د افغان ولسمشر د فرهنګي چارو سلاکاراسدالله غضنفر نن ازادي راډیو ته وویل چې مولانا یو نړیوال شخصیت دی خو د نورو هېوادونو له خوا د هغه د اثارو انحصار کول د یادو هېوادونو تېروتنه ده او دوی یې مخه نیسي.

ښاغلي غضنفر زیاته کړه:

"مولانا یو نړیوال شخصیت دی خو دا چې ځیني هېوادونه کوښښ کوي چې دی په ځان پورې مختص کړي یا د ده اثار په ځان پورې مختص کړي. دا اشتباه ده. دا علمي اشتباه ده. د افغانستان حکومت په دې برخه کې د یونېسکو له مقاماتو سره تماس نیولی او غواړي دا موضوع هواره کړي."

په دې وروستیو کې ایراني چارواکو ویلي چې مولانا په قونیه کې خښ شوی، په فارسي ژبه یې شعر وایه او له همدې امله ایران او ترکیه په ګډه دا حق لري چې د هغه اثر مثنوي معنوي له یونسکو سره د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې په خپل نوم ثبت کړي.