م.م: ایراني چارواکي د بهایي مذهب د پلویانو پرضد څرګندونې کوي

د ملګروملتونو د بشري حقونو فعالان وایي، ایراني چارواکي په ایران کې د بهایي مذهب د پلویانو پرضد څرګندونې کوي.

په هغه بیان کې چې د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېسیون تېره ورځ خپور کړ، په کې د ایران مذهبي، قضایي او سیاسي چارواکي ملامته ګڼل شوې دي چې په شفاهي ډول یې بهایان تهدید کړې دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د کمېسیون په وینا ښایي له دې سره ځیني کسان د بهایانو پرضد له زور زیاتي کار واخلي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړی خبریال احمد شهید وایي، د ایران د حکومت له لوري په منظم ډول د بهایانو محاکمه روانه ده.

د ملګروملتونو په وینا د اوس لپاره لږ تر لږه ۷۲ بهایان په ایران کې زنداني دي.