د کندوز چارواکي وايي، د پاتې ٤٠ برمته شوېو کسانو د پيدا کولو لپاره عمليات روان دي.
وسلوالو د کندوز- تخار د لويې لارې په اوږدو کې نن سهار له موټرو اووه څلوېښت تنه برمته کړل چې تر اوسه يې ٧ تنه خوشې شوي دي.
په کندز کې هغه کسان چې پر دې لار سفر کوي، شکايت لري چې دغې پېښې د دوى پر خونديتوب اندېښنې پارولې دي.
په ولسي جرګه کې د کندوز يو وکيل وايي، په دې برمته نيونه کې وسله وال طالبان لاس لري.
صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې له انجنير کمال ساپي څخه پوښتنه کړې چې په کندوز کې ولې برمته نيونه زياته شوې ده؟
Your browser doesn’t support HTML5