د کندز والي وایي، وسله والو طالبانو ۴۷ تنه مسافر یرغمل کړي

د کندز والي وایي، وسله والو طالبانو د کندز – تخار لويې لارې څخه ۴۷ تنه مسافر یرغمل کړي دي.

اسدالله عمر خېل نن رسنیو ته وویل چې له دې ډلې اووه تنه د پولیسو له خوا ژغورل شوي دي.

دغه مسافر د یوه ۳۰۳ او یوې سراچې موټر سورلۍ وه چې له تخاره کندز ته په لاره نن سهار ۷ بجې له موټرو ښکته کړای شول.

تراوسه طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

تیره اوونۍ بیا د کندز په علي اباد سیمه کې ورته پېښه کې طالبانو د څلورو بسونو ۱۸۵ سپرلۍ ښکته چې ۱۵۰ یې بیرته ازاد، ۱۳ یې ووژل او د شلو په شااوخوا کې یې له ځان سره بوتلل.

طالبانو هغه مهال وویل چې دوی د امنیتي ارګانونو کارکوونکي برمته کړي، خو د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي چې برمته شوي کسان ملکیان دي.