برېښنا شرکت: له ترکمنستانه د برېښنا د مزو د لېږد تړون لاسلیک شو

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي چې له ترکمنستانه افغانستان ته د برېښنا د مزو د انتقال تړون لاسلیک شو.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل چې دغه تړون تېره ورځ له یوې هندۍ کمپنۍ سره د ۱۱۹ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.

د ښاغلي توحیدي په خبره د دغې پروژې مصرف اسیايي بانک ورکوي.

د برېښنا دغه ۵۰۰ کیلو ولټه مزي چې د ۱۰۰۰ میګا واټه برېښنا د انتقال ظرفیت لري د اړتیا وړ بريښنا د الوان له دښتې څخه کابل ته انتقال کړي.