د ګلوبل ویټنس راپور د کانونو وزارت اړوند برخې په اړه اقدام کېږي

د کانونو وزارت د ګلوبل ویټنس څېړنیز بنست په راپور کې د هغو اشخاصو په اړه چې ویل کېږي د کانونو په غېر قانوني کیندنه کې لاس لري وايي، یو شمېر بنسټونه شته چې په دې برخه کې مستقیمې دندې لري او هغوی باید په دې اړه پرېکړه وکړي.

د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند محي الدین نوري د چهار شنبې په ورځ په کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل چې د کانونو د غير قانوني کیندونو په برخه کې به د ګلوبل ویټنس څېړنیز بنسټ د راپور د هغې برخې په اړه اقدام وکړي کوم چې په دوی پورې اړه لري.

ښاغلي نوري زیاته کړه:

"د هغو موضوعاتو په اړه چې مطرح شوي او یوه برخه چې د کانونو او پطرولیم په وزارت پورې اړه لري د هغې په اړه به اقدام وشي او د فهرست په اړه یو شمېر بنسټونه شته چې په دې برخه کې مستقیمې دندې لري او هغوی یې باید په اړه خبرې او برېکړه وکړي."

ښاغلي نوري وايي چې د مقررو او طرز العملونو په اړه ډېر بنسټیز اصلاحات راغلي چې دا به د لاجوردو او نور قیمتي ډبرو د قانوني کیندنې لپاره ښه زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا دوی په تېر یوه کال کې د افغانستان د کانونو له ۱۲۷۰ غېر قانوني کېندونو مخنیوی کړی دی.

ګلوبل ویټنیس: د بدخشان د قیمتي ډبرو کانونه د یو شمېر زورواکو او سیمه ییزو قومندانانو له خوا په غېر قانوني توګه کیندل کېږي.

د ګلوبل ویټنس په نوم څېړنیز بنسټ د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې په کې راغلي د بدخشان ولایت د قیمتي ډبرو کانونه د یو شمېر زورواکو او سیمه ییزو قومندانانو له خوا په غېر قانوني توګه کیندل کېږي.

په دغه راپور کې د عبدالمالک په نوم د یو سیمه ییز قومندان نوم هم راغلی چې ویل شوي د ملي دفاع وزارت د پخواني وزیر بسم الله محمدي ملاتړ له ځانه سره لري او د بدخشان ولایت په کران او منجان کې په غېر قانوني ډول کانونه کیندي.

خو بسم الله محمدي د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې له یادو تورنو ځان پاک کړ.

ښاغلي محمدي د ده په وړاندې دغه ادعا بې بنسټه ګڼلې او د اسنادو د موجودیت په صورت کې یې ځان خلکو او قانوني ارګانونو ته ځواب ګوی ګڼلی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې د ګلوبل ویټنس راپور به د یاد وزارت له خو وڅېړل شي او د دوی هڅه هم دا ده چې د افغانستان د کانونو د غېر قانوني کیندونو مخه ونیسي.

صدیقي:د ګلوبل ویټنس راپور به د کورنیو چارو وزارت له خو وڅېړل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې د ورځې په خبري ناسته کې وویل:

"دا راپور به د کورنیو چارو وزارت له خوا تر غور او څېړنې لاندې ونیول شي او هغه مسؤلیتونه چې موږ ته راګرځي موږ به هڅه وکړو چې د خپلو پروګرامونو په چوکاټ کې د افغانستان د کانونو د غېرقانوني کیندنې څخه مخنیوی وکړو."

د افغانستان د کانونو وزارات وايي، د ټولو هغو کسانو په اړه د قانوني اجراتو غوښتونکي دي کوم چې د کانونو د غېرقانوني کیندنې او د کاني موادو په قاچاق کې لاس لري.

له دې وړاندې د شفافیت د څار سازمان ویلي، د افغانستان د کانونو له غېر قانوني کیندنو څخه وسله وال مخالفین او زورواکي ګټه اخلي او که یې حکومت مخه ونه نیسي، هغه هیلې به عملي نه شي چې ولسمشر په اوږد مهال کې کانونه د اقتصادي ځان بسیاینې سرچینه بللې.

راپور: اجمل تورمان