اقانور: د هلمند د پولیسو ۴۰ سلنه تشکیل خیالي دی

د هلمند امنیه قوماندان وايي، د دې ولایت د پولیسو ۴۰ سلنه تشکیل خیالي دی.

مل پاسوال اقانور کینتوز نن خبریالانو ته وویل چې د هلمند د پولیسو د تقریباً لس زره تشکیل څخه تر څلور زره ډېر يې وجود نه لري اویا د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په امنیت ساتنه بوخت دي.

نوموړي وویل یوازې د مارجې ولسوالۍ د۴۵۰ ملي پولیسو څخه ۳۰۰ تنه وجود نه لري او په میاشتو میاشتو يي معاشونه د قوماندانانو لخوا اخستل شوي دي.

ښاغلي کینتوز وویل چې د هلمند په سلګونه پولیس د ملي شورا د وکیلانو، د کورنیو چارو د وزارت د یو شمېر جنرالانو اوحتی یو شمېر عادي خلکو په امنیت او ساتنه بوخت دي.

هغه همدارنګه خبرداری ورکړ که چېري یو شمېر غیر حاضر افسران او پولیس په ۴۸ ساعتونو کي خپلو دندو ته حاضر نه شي له دندو په ګوښه شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د روانې اوونۍ په پیل کې ولسمشر هلمند ته ولاړ او د پولیسو په لیکو کې یې د شفافیت ډاډ ورکړ.