هلمند کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه

په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسئولینو هلته په جګړه کې د ملکي تلفاتو د زیاتیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه.

په هلمند کې د دې ادارې مشر احمد بلال صدیقي پرون سې شنبې د جرمني خبري اژآنس ته وویل چې د روان هجري لمریزکال له پیل راهیسې ملکي تلفات ۴۵ فیصده زیات شوي دي.

د صدیقي په وینا، د روان هجري لمریزکال د پیل په دوو میاشتو کې ۲۱ ملکي کسان وژل شوي او لږترلږه ۳۰۰ زخمیان شوي دي.

صدیقي پر دې اندیښنه څرګنده کړې چې په هلمند کې د جګړې له امله د ښځو او کوچنیانو د تلفاتو شمیر زیات شوی دی.