حزب اسلامي د سولې د موافقه لیک په اړه وضاحت غوښتی

د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب مذاکره کونکي له حکومت سره د سولې د موافقه لیک په اړه د وضاحت غوښتلو لپاره کابل ته ورسېدل.

د دې پلاوي مشر محمد امین کریم پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل، په موافقه لیک ځینې مواردو توضیح ته اړتیا درلوده.

محمد امین کریم:

"نهایي شوی سند مخکې جناب رئیس جمهور او د حزب اسلامي مجاهد امیر ته استول شوی و، موږ اوس د هغه د روښانه کولو لپاره دلته راغلي یو او زموږ غوښتنه ده چې دا اقدامات او زموږ لپاره د سوال وړ موضوعات روښانه شي نور څه مشکل نشته."

د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي او حکومت د سولې د موافقې متن پینځه ویشت مادې لري.

تېره اوونۍ د موافقې د متن یوه کاپي ولسمشر محمد اشرف غني او بله ګلبدین حکمتیار ته د لاسلیک لپاره واستول شوه.

دا نه ده څرګنده چې ولسمشر غني دا سند لاسلیک کړی دی.