د کجکي بند د تولید ظرفیت ۱۵۰ میګاواټه برېښنا ته لوېږي

د هلمند د کجکي د برېښنا د تولید د بند ظرفیت یونیم سل میګاواټه برېښنا ته لوړېږي.

په دې اړه نن په کابل کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزارت او یوې ترکي کمپنۍ سره تفاهم لیک لاسلیک شو.

افغان ولسمشر اشرف غني هم چې تېره ورځ یې هلمند ته په سفر کې د دې ولایت اوسېدونکو ته د نورو ژمنو ترڅنګ د دغه بند د رغولو ژمنه ورکړې وه، د دغه تفاهم لیک په مراسمو کې حاضرو.

د نوې پروژې له مخې به د کجکي بند د اوبو کاسه پراخه او پردریو توربینونو علاوه څلورنور توربینونه هم نصب شي.

د هلمند د کجکي د برېښنا د تولید د بند د پراختیا او رغولو تفاهم لیک له یوې ترکي کمپنۍ سره لاسلیک شو.

د دغه تفاهم لیک له مخې چې نن د افغان ولسمشر اشرف غني په حضور کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیرعلي احمد عثماني د ۷۷ په نوم له ترکي کمپنۍ سره لاسلیک کړ، د کجکي بند ته پراختیا ورکول کېږي او د برېښنا د تولید ظرفیت یي ۱۵۰ میګاواټه برېښنا ته لوړېږي.

د عثماني په وینا د دغې نوې پروژې پراساس به د دغه بند په کاسه کې د اوبو د زخیره کولو ظرفیت هم څه باندې میلیارډ متر مکعب اوبو ته لوړشي:

دیاد بند د اوبو د زخیره کولو ظرفیت به څه باندې میلیارډ متر مکعب اوبو ته لوړشي

"د دغې فعلي مرحلې له مخې چې نن یې موږ تفاهم لیک لاسلیک کوو او په درېیو میاشتو کې به یې پروپوزل ترلاسه کړو، د کجکي د برېښنا د تولید ظرفیت سل میګاواټه ته لوړیږي او هم د اوبو د زخیرې کاسه شاوخوا ۱،۱ ملیارډ مکعب متره زیاتیږي."

د افغانستان د اوبو او انرژې د وزیر په وینا د دغې نوې پروژې په بشپړېدو سره به د دغه بند ظرفیت د سلما د بند په نسبت چې د هند په مالي مرسته نوی رغول شوی او د تېرې شنبې په ورځ پرانستل شو، یونیم چنده زیات شي.

هغه وویل:

"د کجکي د برېښنا بند د دغې نوې مرحلې، د نوې پروژې په تطبیق سره چې په درېیو کلونو کې به بشپړه شي، په سیمه کې په یوه لوی بند بدل شي او د برېښنا د تولید اندازه به یې هم د سلما د بند په نسبت یونیم چنده زیاته شي."

د هلمند د کجکي د برېښنا بند په اوس وخت کې شاوخوا ۳۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي چې د درېیم توربین په نصبولو سره به یې ظرفیت پنځوس میګاواټه ته لوړشي.

خو د درېیم توربین د نصبولو کاریې تر اوسه څو ځلې د امنیتي او نورو ستونزو له مله ځنډېلی دی.

د افغانستان د اوبو اوانرژۍ وزیر وویل د دغه توربن د نصبولو کار به د روان میلادي کال په اوکتوبر میاشت کې بشپړ شي.

د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې USAID په مالي مرسته د دغه بند د رغولو چارې شاوخوا لس کاله مخکې پیل شوي چې د راپورونو له مخې تراوسه پرې شاوخوا دوه سوه میلیون ډالرلګول شوي.

د کجکي د بند لپاره درېیم توربین چې وزن یې ۲۲۰ ټنه دی، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې ۲۰۰۰ برتانوي ځواکونو په پنځوورځو کې هلمند ته یوړ.

د هلمند د سیمه ییزو چارواکو په وینا دغه توربین شاوخوا اته کاله له هغه ځایه ونه ښورېد چې بریتانوي ځواکونو هلته ایښی و.

خو د نصبولو کاریې په رسمي توګه د ۱۳۹۴ کال په حمل کې یوې ترکي کمپنۍ پیل کړ چې ټاکل شوې وه کاريې سږکال بشپړ شي خو د راپورونو له مخې په وروستیو کې ېې چارې له خنډ سره مخامخ شوې وې.

د کجکي له بنده د تولیدیدونکې ۳۲ میګاواټه برېښنا ۱۵ یې د هلمند شمالي ولسوالیو، ۹ کندهار او ۶ لشکرګاه ته لېږدول کېږي.

د کجکي د برېښنا د رغولو ترڅنګ، هلمند او څنګلوري ولایت کندهار ته غزېدلي لینونه یې هم رغولو ته اړتیا لري.

غزېدلي لینونه یې هم رغولو ته اړتیا لري

ویل کېږي چې دغه لینونه په زرګونو ځایونو کې پرې شوي او اوس د ډېرو میګاواټو برېښنا د لېږدولو ظرفیت نه لري.

د هلمند کجکي ولسوالۍ موقعیت هم ډېر حساس دی، د لشکرګاه په شمال ۱۸۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د کندهار له غورک ولسوالۍ سره پوله او د غوراو بادغیس ولایتونو سره هم ګډه پوله لري.

د کجکي په شمال کې د زمینداور پراخه سیمه له څوکلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده، ویل کېږي پر کجکي د افغانستان شمالي او جنوبې ولایتونو ته د وسله والو د تګ راتګ لاره سپره ده.

له لشکرګاه دې ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک په اوږدو کې تل امنیتي پېښې شوي او د امنیت خوندیتوب یې په تېرکې نړیوالو او اوس افغان ځواکونو ته ستونزمن دی.

د کجکي د اوبو بند په ۱۹۵۳ میلادي کال کی جوړ شو او په ۱۹۷۵ کال کې یي د برېښنا تولید پیل شو.

د کجکي د اوبو بند په ۱۹۵۳ میلادي کال کې جوړ شو

هغه مهال د دې بند دوه توربینونه فعال شول او د ۱۶ نیم میګاواټو برېښنا د تولید ظرفیت یي درلود.

د هلمند پرسیند سپور د کجکي بند د برېښنا پرتولید سربېره د اوبوخور او کانالونو له لارې په زرګونو هکتاره ځمکه هم خړوبوي.

د هندوکش د غرونو د واورو اوبه د هلمند د سیند سرچینې دي، د کندهار د ارغنداب اوبه هم ورسره یوځای کېږي چې د هلمند له وچو ډاګونو له تېرېرېدو وروسته ایران ته توییږي.