حافظي: که د بدخشان د لاجوردو کان قانوني وکیندل شي عاید مو لوړیږي

د سوداګرۍ او صنايعو خونو د بهرنيو اړيکو مسوول وايي، که د بدخشان د لاجوردو کان په قانوني ډول وکېندل شي نو افغانستان به هرکال له دغه درکه سل میلیونه ډالره عاید ولري.

اذرخش حافظي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د کانونو د قانوني استخراج له امله به افغانستان د ځان بسیا کېدو لور ته لاړ شي.

ښاغلي حافظي ویلي چې د رسمي راپور له مخې اوس مهال د افغانستان ۱۴سوه کانونه په غېرقانوني ډول د زورواکانو، وسله والو او ځیني نورو چارواکو له خوا کیږي.

دا په داسې حال کې چې په لندن کې د فساد په اړه یوې څارونکې ډلې ویلي د طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې په غېرقانوني ډول د بدخشان د لاجوردو د ډبرو له کانه په کال کې ترشل میلیون ډالرو پورې عواید ترلاسه کوي.