راشد: په سمنګان ولایت کې د غنمو حاصلات زیات شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وایي چې په روان کال کې په سمنګان ولایت کې د غنمو حاصلات زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد نن ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال بزګرانو له کروندو څخه ۹۴ زره ټنه غنم ترلاسه کړي وو خو سږ کال به بزګران په سمنګان ولایت کې څه باندې یولک ټنه د غنمو حاصلات را ټول کړي چې د تېرکال په پرتله څلور زره ټنه په کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی وایي، د سمنګان خلک له څو کلونو راهیسې هرکال د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي شاهدان دي او دې کار د بزګرو په ژوند او اقتصادي وضعیت اغېز کړی دی.