دفاع وزارت د کندز د مسافرو د خلاصون لپاره له هرې ممکنه لارې کار اخلي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونه له هرې ممکنه لارې هڅې کوي، څو په کندز کې تښتول شوي مسافر د وسله والو طالبانو له منګلو ازاد کړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغو مسافرو د خلاصونه په هدف عملیات روان دي.

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د کندز د علي اباد ولسوالۍ په شین تیپې په سیمه کې د کابل ــ کندز په لویه لاره ۱۸۵ مسافر له موټرو ښکته کړله چې ۲۷ یې له ځان سره نامعلوم لوري ته یوړل.

د افغان امنیتي ځواکونو د معلوماتو په اساس له هغې جملې څخه یې لس تنه ازاد کړي، ۱۱ وژلي او شپږ تنه اوس هم له دوی سره بندیان دي.