د سولې لپاره د هر هېواد هڅې دې له افغان حکومت سره همغږې شي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د سولې لپاره د افغان حکومت له مخالفو ډلو سره د هر بل هېواد خبرې که د ښه نیت لپاره هم وي، له دوی سره له همغږۍ پرته ورته د منلو وړ نه دي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د سې شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د هغې خبرپاڼې په غبرګون چې په کې راغلي، روسیه چمتو ده چې له سیاسي لارې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ښاغلي مینه پال ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان حکومت د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي، بناً ټولې هغه هڅې چې د سولې لپاره کېږي باید د افغانستان له حکومت سره همغږې شي. په شخصي لحاظ باندې اړیکې نیول له ځینو ډلو سره دا که د ښه نیت لپاره هم وي ولې د مسئلې حل په کې ناشونی دی."

د ایټرټاس روسي خبري اژانس د راپور له مخې چې کابل چاپ ځینو ورځپاڼو هم خپور کړی راغلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي په افغانستان کې یو شمېر وسله والې ډلې کوم چې له داعش او القاعده سره اړیکې لري باید خپل دغه ارتباطات ختم کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د هغه خبرپاڼې له مخې چې ایټرټاس تر لاسه کړې ویل شوي، روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه چمتو ده چې له سیاسي لارې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

روسیي چارواکو دا هم ویلي چې د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله سره به هم د ملا منصور په څیر اړیکې ساتي.

روسیي چارواکو دا هم ویلي چې د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله سره به هم د ملا منصور په څیر اړیکې ساتي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي په دې باور دي چې روسیه د افغانستان د سولې په بهیر کې اغیزناک رول نه شي لوبولی.

د یاد کمېسیون یوې غړې ارین یون ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې روسیه د امریکا په سیالۍ د افغانستان د سولې بهیر ته رادانګي او تر ډېره دغه هېوادونه د افغانستان نه، خپلې ګټې په پام کې نیسي.

مېرمن یون زیاته کړه:

"دلته په افغانستان کې د ابر قدرتونو جګړه روانه ده، چون امریکا په دغه غونډو کې ګډون کړی و نو اوس روسیه هم غواړي چې دغه عمل ترسره کړي او دی هم د سولې په پروسه کې ګډون وکړي، نو دوی زیاتره د افغانستان ګټې په نظر کې نه نیسي بلکې خپلې ګتې په نظر کې نیسي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په هغه خبرپانه کې چې ایټرټاس تر لاسه کړې دا راغلي چې مسکو دغه مسئلې ته ځکه رامخته کېږي چې د افغانستان د سولې څلور اړخېزو خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څلور اړخېزې غونډې ډېرې مهمې اروزوي وايي، کوم لوري چې په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی هغه معلوم دی.

د افغانستان د سولې په څلور اړخیزو خبرو کې د افغانستان، پاکستان او چین سربیره امریکا هم ګډون درلود.

که څه هم د روسیې او طالبانو نږدې اړیکو ته په پام چې پخوا یې په اړه ویل شوي دي ځیني په دې باور دي چې د افغانستان د سولې بهیر ته د روسیې رادانګل ښايي مثبته نتیجه ورکړي خو اغلې یون په دې نظر ده چې پاکستان له طالبانو سره تردې لا نږدې اړیکې درلودل خو د بیا بیا هڅو با وجود افغان سولې ته د هیلو کوم څرک ونه لیدل شو.

راپور: اجمل تورمان