د هند صدراعظم امریکا ته په یو رسمي سفر رسیدلی

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي د امریکا متحدو ایالتونو ته په یو رسمي سفر رسیدلی دی. د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت ښودل شوی.

د مودي الوتکه د دوشنبې په ورځ واشنګټن ډي سي ته نژدې د اندریوس پر پوځي هوايي اډه ښکته شوه.

ټاکل شوې ده چې نن به ولسمشربارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د مودي کوربه وي.

تمه کیږي چې دواړه مشران به د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ پر احتمالي دفاعي توافق او همدارنګه د هندوستان د اتمي انرژۍ په سکتور کې د امریکا د پانګونې په برخه کې پر پرمختګ خبرې وکړي.

تمه ده چې د هند صدراعظم به د چارشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړي.

له هغې را وروسته چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې مودي د هند د صدراعظم په توګه انتخاب شوی دا یې امریکا ته څلورم سفر دی.