ناټو او شریکانو یې په پولنډ کې ستر نظامي تمرینات پیل کړل

د ناټو غړېو هېوادونو او شریکانو یې پرون په پولنډ کې ستر نظامي تمرینات پیل کړل. دا لس ورځني پوځي تمرینات د اناکونډا ۱۶ ( Anaconda-16) په نوم په داسې حال کې ترسره کیږي چې د ختیځې او مرکزي اروپا هېوادونه د روسیې د زیاتیدونکې ګواښ په وړاندې د ناټو څخه د قوي تضمین غوښتونکي دي.

د پولنډ، امریکا او د ناټو د اولس نورو غړېو هېوادونو او همدارنګه د ناټو د پنځو متحدینو څخه یو دیرش زره سرتیري په دې پوځي تمریناتو کې برخه لري.

په دې کې ۱۲ زره سرتیري د پولنډ، څوارلس زره د امریکا او د زرو په شاوخوا کې بریتانوي سرتیري شامل دي.

مسکو وايي، د روسیې پولو ته نژدې د ناټو هر ډول حضور د دوی امنیت ته ګواښ پېښوي او په دې وروستیو کې یې خبرداری ورکړی چې په عکس العمل کې به يې اقدامات ترسره کړي.

په ناټو کې د روسیې استازي الکساندر ګروشو پرون وویل، مسکو دا تمرینات له نژدې څاري څو معلومه کړي چې روسیې ته ګوم ګواښ پېښوي کنه.