د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو څخه د یوناما غوښتنه

افغان چارواکي او د ملګرو ملتونو ادارې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدلو په اړه مسلمانانو ته مبارکي ویلې او د دولت له وسله والو مخالفینو یې غوښتي چې دغه میاشتې ته په درناوي سره له تاوتریخوالي لاس واخلي.

افغان چارواکي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو چارواکي هیله من دي چې افغانان د روژې مبارکه میاشت په سولې او ارامۍ کې تېره کړي.

دوی د خبرپاڼې په خپرولو سره د دولت له وسله والو مخالفینو غوښتي چې دغې میاشتې ته په درناوي سره له تاوتریخوالي لاس واخلي.

نن دوشنبه د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده او په دغه ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ میلیونونو مسلمانانو روژه نیولې ده.

خو پاکستان، ایران او څو نور هېوادونه به وروسته روژه اعلان کړي.

د افغانستان اجراییه ریاست له خلکو غوښتي چې په یوالي او وحدت سره د دغې میاشتې هرکلی او د بې وزلو لاس نیوی وکړي.

د اجراییه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیت ټینګښت لا هم د یو مهم لومړیتوب په توګه د حکومت د پروګرامونو په سر کې ځای لري.

وسله وال مخالفین دې په دې میاشت کې جګړه بس کړي

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي هم له وسله والو مخالفینو غواړي چې د روژې د مبارکې میاشتې په درنښت له تاوتریخوالي او جګړو لاس واخلي.

دوه تنو له دوی ازادي راډیو ته وویل:

"د روژې میاشت د رحمت او برکت میاشت ده، موږ له مخالفینو غواړو چې جګړه بس کړي او له سولې له بهیر سره یو ځای شي، جنګ نور بس دی ټول ستړي شوي یو."

"د حکومت وسله وال مخالفین چې انتحاري حملې کوي، یا په پوستو تعرض کوي دا نه اسلام ویلي او نه قران له تفرقه اچولو پرهیز وکړئ."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یوې خبرپانې په خپرولو سره هیله ښودلې چې د روژې د میاشتې په برکت سره وسلې د تل لپاره په ځمکه کېښودل شي، افغانان د سولې او ارامۍ په فضا کې ژوند وکړي او د خپل هېواد د ابادۍ لپاره هڅي وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې هم ویلي چې د افغانانو د سولې او ثبات لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

دغه غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې اوسمهال د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ جګړې روانې دي.