عظیمي: د افغانستان د ۲۹ اوبو بندونو تدارکاتي چارې پیل شوي

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د نهه وېشت بندونو تدراکاتي چارې تقریباً بشپړې شوې او ښايي تر راتلونکو دوو میاشتو یې قراردادونه لاسلیک شي.

د دغه وزارت ویاند وايي، که څه هم جوړېدونکي بندونه د سل میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري خو له خپلو طبیعي زېرمو څخه د استفادې ښه پیلامه کېدای شي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د ملي یوالي حکومت او په خاصه توګه ولسمشر د اوبو او برېښنا د بندونو جوړېدو ته جدي اراده لري.

د دغه وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي وايي، د سلما بند جوړېدو دا وښوده چې افغانان له خپلو طبیعي سرچینو د موثرې استفادې توان لري.

ولسمشر د اوبو او برېښنا د بندونو جوړېدو ته جدي اراده لري

عظیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د اوبو او انرژۍ وزارت د نهه وېشت بندونو تدارکاتي چارې تقریباً بشپړې کړي او ژر به یې قرادادونه هم لاسلیک شي.

هغه زیاته کړه:

"په روان کال کې موږ د نهه وېشت بندونو تدارکاتي چارې پیل کړې چې له دغو بندونو یوه وېشت یې په فوق العاده توګه په خپله د ولسمشر له خوا د مالیې وزارت له لورې یې مالي تمویل وشو."

عظیمي وايي، د جوړېدونکو بندونو د برېښنا د تولید ظرفیت کم دی خو د اوبو او انرژۍ وزارت داسې پلانونه لري چې په عملي کېدو به یې افغانستان تر راتلونکو پنځو کلونو د برېښنا له اړخه پرځان بسیا شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو پراساس افغانستان د درې سوه لس زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري خو دا مهال په هېواد کې ډېری کاریدونکې برېښنا وارداتي ده.

د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې یو زره څلورسوه میګاواټه برېښنا کارېږي چې ډېری وارداتي ده خو دغه برېښنا د افغانستان نیمه اړتیا هم نه شي پوره کولای.

دا مهال په افغانستان کې ډېری کاریدونکې برېښنا وارداتي ده

د اوبو او برېښنا د برخې یو شمېر کارپوهان د بندونو د جوړېدو او د اوبو د مهارولو په برخه کې د افغان حکومت وروستي اقدامات پرځاي بولي خو پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې په دې برخه کې د افغان حکومت مالي ملاتړ وکړي.

د اوبو او برېښنا د برخې کارپوه ډاکټر فاروق اعظم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"بهرنیان جنګ ته په کال کې پنځه زره میلیونه ډالره ورکوي نو که هغوی نه شي کولای افغانستان ته حد اقل د بندونو د جوړېدو پیسې ورکړي بیا نو د خارجیانو وجود دلته څه په کار دی."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د سلما بند د پرانیستې په مراسمو کې په زغرده دا وویل چې افغانستان به د نړیوالو قوانینو پراساس خپلې اوبه مهار کړي او خپلې ځمکې به پرې خړوبه کړي.

د چارو کتوونکی فاروق اعظم وايي، که نوره نړۍ تېل لري خو افغانستان اوبه لري او پکاره ده چې افغانستان له خپلو اوبو په سمه استفادې او ښه مدیرت نه یوازې دافغانستان د اقتصادي ودې بلکې د سیمې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې هم ګامونه پورته کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس