وارسا غونډې ته د افغانستان حکومت لاسته راوړنې چمتوالی او تمې

د وارسا غونډې لپاره د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې د استازیو تر منځ د نظارت او همغږۍ اوومه ناسته په کابل کې ترسره شوه.

افغان حکومت وايي چې په دې ناسته کې د وارسا غونډې په درشل کې د حکومت لاسته راوړنې، چمتووالی او تمې وڅېړل شوې.

په کابل کې د افغان چارواکو او د نړیوالې ټولنې د استازیو د څار او همغږۍ د ګډ بورډ اوومه ناسته وشوه او په کې د وارسا نړیوالې غونډې لپاره د افغان حکومت چمتووالی او تمې وڅېړل شوې.

دا غونډه د افغان حکومت له لوري د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د نړیوالې ټولنې له لوري په کابل کې د ایټالیې د سفیر لیوچیانو پیزوتي له خوا رهبري کېدله.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل چې د وارسا غونډې لپاره لازم چمتووالی نیول شوی دی او هیله ده چې له افغان پوځیانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې د پخوا په څېر دوام پیدا کړي.

د وارسا غونډې لپاره لازم چمتووالی نیول شوی

هغه زیاته کړه:

"د څار او همغږۍ د ګډ بورډ د نننۍ ناستې ارزښت په دې کې دی چې تر څو ورځو یعنې د جولای تر اتمې د وارسا غونډه ترسره کېږي، موږ به بلآخره د افغان پوځیانو لپاره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو د ترلاسه کولو په څرنګوالي بحث وکړو."

د پولنډ مرکز وارسا به په جولای کې د ناټو غړیو ۲۸ هېوادونو د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي چې هدف یې له افغان پوځیانو سره د مالي او پوځي مرستو د دوام په سر د ژمنو تازه کول دي.

په دې غونډه کې به افغان حکومت د شویو ژمنو په چوکاټ کې خپلې لاسته راوړنې بیان کړي او هم به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مهمې اړتیاوې روښانه کړي چې ورسره سم مرستې ترسره شي.

د نړیوالې ټولنې د مرستو د لګولو په اړه د پراختیا عملي طرحه، له اداري فساد سره مبارزه او د افغان حکومت د ځان بسیاینې پروګرام له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام وړاندې شرطونه بلل شوي دي.

له دې مخکې جمهور رئیس او نورو افغان چارواکو د یادې غونډې لپاره له لازم چمتووالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په غونډه کې به له زیاتو لاسته راوړنو سره برخه واخلي.

اخوا په کابل کې د ایټالیې سفیر لیوچیانو پیزوتي چې د افغانستان د مالیې له وزیر ښاغلي حکیمي سره یې د همغږۍ او څار د ګډ بورډ دا اوومه ناسته رهبري کوله وویل چې ډېر زیات کارونه موجود دي څو د افغان پوځیانو لپاره د مرستو د جلب په خاطر یې افغان حکومت باید ترسره کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"پنځه اوونۍ وروسته به د وارسا کنفرانس ترسره شي، په بروکسل کې د ناټو غړیو هېوادونو د وزیرانو غونډې د وارسا نړیوالې غونډې لپاره یو قوي اساس کېښود، خو اوس هم ځینې کارونه شته دي چې په وارسا کنفرانس کې د افغانستان د راتلونکي لپاره له خورا ارزښته برخمن دي."

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې د وارسا نړیواله غونډه د افغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره ډېره مهمه ده ځکه چې په دې غونډه کې د بهرنیو مرستو د لګښت روڼتیا او اهمیت په ډاګه کېږي.

د کابل پوهنتون استاد او اقتصاد پوه سیف الدین سیحون آزادی راډیو ته وویل چې تېرې مرستې حیف او میل شوي او له همدې امله نړیواله ټولنه د خپلو مرستو کره حساب غواړي نو افغان حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې ښه حساب ورکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی