عراقي ځواکونو د فلوجې پر جنوبي څنډو ولکه ټینګه کړې

عراقي ځواکونه وايي چې د فلوجې ښار پر جنوبي څنډو یې ولکه ټینګه کړې ده.

د عراق دولتي ځواکونو دوه اوونۍ مخکې له داعش ډلې څخه د فلوجې ښار د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل.

د عراق یوه پوځي مقام ډګر جنرال عبدالوهاب السعیدي پرون وویل چې د ده تر قوماندې لاندې ځواکونه د ښار په جنوب کې د نعیمیه سیمې له نیولو وروسته اوس پر فلوجې برید ته تیار دي.

السعیدي زیاته کړه چې د داعش وسله والو پرون د فلوجې په جنوبې څنډو کې د عراقي ځواکونو په وړاندې مقاومت وکړ خو هومره نه لکه چې په تیرو ورځو کې به یې کاوه.


فلوجه د ۲۰۱۴ کال په جنوري میاشت کې د داعش د وسله والو له خوا ونیول شو.

د عراق پوځ دا عملیات د امریکا د پوځ د هوايي ځواک او د شیعه ملیشو په ملاتړ پیل کړي خو د داعش د وسله والو له سخت مقاومت او دې اندیښنو سره مخامخ شول چې شاوخوا پنځوس زره ملکیان هلته ګیر پاتې دي.