د امريکا د NPR راډيو خبريال او د هغه ترجمان په هلمند کې وژل شوي

د امريکا د NPR راډيو خبريال او د هغه ترجمان په هلمند کې وژل شوي دي.

ډېوېډ ګيلکيچې ايوارډ ګټلى عکاس او ويډيو ايډيټر دى، له خپل ترجمان ذبيح الله تمنا سره پرون هغه وخت ووژل شو چې د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ ته نږدې د ملي اردو پر هغې قطعې چې دوى ورسره سفر کاوه، حمله وشوه.

NPR په يوه اعلاميه کې وويل، د دوى دوه نور خبريالان چې په دې سفر کې يوځاى وو، د حملې له کبله نه دي زيانمن شوي.

د دې راډيو يوه مشر ويلي، چې ګيلکي په عراق او افغانستان کې د جګړو په اړه راپورونه ورکړي دي.

ډېوېډ ګيلکي ٥٠ کلن او د هغه ترجمان تمنا چې له سينهوا او د ترکيې له انادولو اژانس سره يې د عکاس او خبريال په توګه هم کار کړى، ٣٨ کلن و.

له ٢٠٠١م کال راهيسې په افغانستان کې شپږويشت خبريالان وژل شوي دي.