ولسي جرګه به د قانون وړاندیز شوې طرح وځنډوي؟

د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو ګډه ډلګۍ وايي چې د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ ولسي جرګه دا حق نه لري چې تر یو میاشتې زیات د قانون د پیشنهاد شوې طرحه رد یا تایید وځنډوي.

د ټیفا یا شفافو انتخاباتو ریس نعیم ایوب زاده له ملي شورا غواړي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان ژر تر ژره تصویب کړي.

د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لومړنۍ تقینیني فرمان تېرکال د ولسي جرګې له خوا رد شو چې اوس مهال یې په دې اړه دوهم تقنیني فرمان په ولسي جرګه کې دی خو د تصویب لپاره پرې بحث نه دی شوی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان وايي چې درې اوونۍ په دغه فرمان کار روان و چې نن په ګډ کمېسیون کې وروستی شو.