مینه پال: لاهم افغانستان کې د ناټو او امریکا موجودیت ته اړتیا شته

افغان حکومت وايي، تر کومه چې دغه هېواد له نړیوال ترورېزم سره په جګړه کې دی د نړیوالو ځواکونوپه ځانګړي ډول امریکايي ځواکونوموجودیت یوه اړتیا ده.

د افغان ولسمشرد ویاند مرستیال دواخان مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل، که څه هم افغان ځواکونو د ترورېزم په وړاندې خپله وړتیا ثابته کړې خو شته ګواښونو ته په پام سره په افغانستان کې د ناټو او امریکا موجودیت ته اړتیا ده.
ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"ترکومه چې په دغه هېواد کې د نړیوال ترورېزم ګواښ موجود وي د امریکا او ناټو همکارۍ ته اړتیا ده."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ۱۳ تنو پخوانیو پوځي مشرانو او ډیپلوماتانو له ولسمشر اوباما غوښتي چې د افغانستان د امن په خاطر دې موجوده امریکايي سرتیري په دغه هېواد کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې دي او د امریکا د حکومت د پرېکړې له مخې به په ۲۰۱۷ کال کې دغه ځواکونه ۵۵۰۰ ته راکم شي.