کابل پوسټ: سلما د ځان بسیاینې پر لور یو ګام

د سلما بند د پرانیستو په اړه را پيدا شوې هیلې او په لندن کې ولسمشرمحمد اشرف غني ته د سپکو سپورو په اړه وروستۍ پلټنې د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

سلما د ځان بسیاینې پر لور یو ګام، دا د کابل پوسټ ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت د پرمختګ لپاره ښه پلانونه لري چې سلما یې یوه بیلګه ده او په دې ډول به هغه هېوادونو منزوي شي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د سلمابند د افغانستان او هند د ملګرتیا یوه ښه بیلګه ده او حکومت باید هڅه وکړي چې د دغه بند امنیت ته تدابیر جدي کړي.

سرنوشت ورځپاڼې هم د سلما بند ګټو ته یو تحلیلي مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې له دې سره د خلکو هغه هیله پوره شوه چې څلویښت کاله دمخه د سردار محمد داود خان له خوا ورکول شوې وه.

په مطلب کې راغلي، سلما او ورته نورې اقتصادي پروژې افغانانو ته د ښې راتلونکې په اړه ډاډ ورکوي.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د هند او افغانستان اړیکو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې له سلما بند سره د هند مرسته به په هرات کې د صنعتي فابریکو او تولیدي کارخانو د برېښنا د کمښت ستونزه هواره کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې سلما او چابهاربندر ته ورته پروژې افغانستان د وخت په تېرېدو د سیمې په سوداګریز مرکز بدلولی شي.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په لندن کې ولسمشراشرف غني ته د شوي لفظي سپکاوي عوامل پلټلی او لیکلي دي چې په لندن کې د افغان سفارت مقاماتو له وړاندې دا پلان طرحه کړی و.

ورځپاڼې د خپلو څېړنو له مخې لیکلي چې د ولسمشر د سپکاوي طرحه په لندن کې د سفارت د درېیو لوړ پوړو مسئولینو احمدضیا سیامک هروي، لیاقت علي امیري او عقیلې نرګس رحماني له خوا جوړه شوې وه.

په مطلب کې راغلي، ټولو هغو کسانو چې په پلان شوي ډول یې ولسمشر ته سپکې سپورې وویلې، له مخکې نه ورته پروګرام تشریح شوی و.

د مطلب لیکوال ویلي، په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې سفارتونه د پخوانیو جنګسالارنو تر نفوذ لاندې دي او باید تصفیه کېدو ته یې جدي هڅې وشي.