د سوريي حکومتي ځواکونه رقه ولایت ته داخل شوي

راپورونه وايي، د سوريي حکومتي ځواکونه د اسلامي دولت په نامه ډلې تر کنټرول لاندې رقه ولایت ته داخل شوي دي.

د سوريي د بشري حقونو ډلې چې مرکز يې په لندن کې دی، پرون وویل، د روسيې د جنګي الوتکو د شدیدې بمبارۍ په ملاتړ د سوريي پوځ وتوانید چې د رقه څنډو ته ورسیږي.

دا ډله وايي، په دې جګړه کې تر اوسه ۲۶ وسله وال او نهه حکومتي سرتیري وژل شوي دي.

د سوريي رقه ولایت د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش مرکز ګڼل کیږي.

د سوريي پوځ تراوسه د جګړې په ډګر کې د دې تازه تحولاتو په اړه څه نه دي ویلي.

له داعشه د سوريي د رقه ولایت د نیولو عملیات په داسې وخت کې شدید شوي چې په ګاونډي عراق کې حکومتي ځواکونه، کرد ملیشې او د امریکا هوايي ځواک له فلوجه ښاره د داعش د ایستلو لپاره له هوا او مځکې پراخ بریدونه کوي.