ځینو جنرالانو له اوباما غوښتي چې په افغانستان امریکايي سرتېري کم نه کړي

۱۳ پخوانیو امریکايي پوځي مشرانو او ډیپلوماټانو پر ولسمشر بارک اوباما غږ کړی چې په افغانستان کې موجوده ۹زره اته سوه سرتیري په دغه هېواد کې وساتي.

د سي ای اې پخواني مشر ډیوډ پیټریوس، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو څلورو نورو پخوانیو قومندانانو او په کابل کې د امریکا پینځو پخوانیو سفیرانو ولسمشر اوباما ته په یوه پرانیستي لیک کي ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر کمول به د افغان امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې او د طالبانو مورال لوړ کړي.

دغو پخوانیو امریکايي لوړ رتبه چارواکو دا هم ویلي چې په افغانستان کې په اوسني شمېر کې د امریکايي سرتېرو ساتل به په پاکستان کې د افغانستان په اړه د ځینو ستراتیژي جوړونکو پر ارزونه اغیز ولري.

د سپینې ماڼۍ د اوسني پلان له مخې د ۲۰۱۷ کال په پیل سره به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېرله ۹ زره او اته سوو څخه پینځه نیم زرو ته راټیت شي.