پخواني ولسمشرکرزي د هند له صدراعظم نه د سلما بند په اړه مننه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره ټیلیفوني خبرې کړي او له هغه څخه یې د سلما بند د پرانیستو او د هند د نورو مرستو مننه وکړه.

د ښاغلي کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي چې حامد کرزي په دې خبرو کې سلما بند او چابهار بندر د هند د مهمو همکاریو بېلګې وبللې او د دغو پروژو ګټه اخېستنه یې له مهمو پرمختګونو څخه یاد کړل.

د سلما یا د افغان -هند د دوستۍ بند پرون رسماً د ولسمشرمحمد اشرف غني او د هند د صدراعظم نریندرا مودي له خوا پرانیستل شو.

که څه د سلما بند د پرانیستلو لپاره مراسم په هرات ښار کې نیول شوي و، خو له سیمې د ازادي راډیو خبریال وایي، ولسمشر غني په هیلیکوپټر کې چشت شریف ولسوالۍ ته تللی او له نږدې یې د سلما بند چارې کتلي دي.