د کندهار او ارزګان ولایتونو ترمنځ لویه لاره پرانیستل شوه

د کندهار او ارزګان ولایتونو ترمنځ لویه لاره تېره ورځ د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

دا لاره له څو اونیو راهیسې د ناامنیو له امله تړل شوې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د دې لارې د خلاصون لپاره يې په د ارزګان په شاولي کوټ ولسوالۍ کې پراخ عملیات وکړل چې شاوخوا ۴۰ وسله وال په کې ووژل شول.

د کندهار او ارزګان ترمنځ پر لویه لاره د ملکي موټرو لومړنۍ کاروان پرون ناوخته کندهار ښار ته ورسېد.