که د فساد پر ضد جدي مبارزه ونشي مثبت بدلون نشي راتلای

په اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر فوق العاده استازی وايي، که د فساد په وړاندې جدي مبارزه ونه شي په هېواد کې به مثبت بدلون رانه شي.

احمد ضیا مسعود نن په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په غونډه کې وویل چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د فساد په وړاندې جدي مبارزه نه ده شوې او تر ډېره مرسته شوې پیسې حیف او میل شوې دي.

له بل پلوه د افغانستان لوی څارنوالی فرید حمیدي بیا په همدې غونډه کې له فساد سره په مبارزه یوځل بیا ټینګار وکړ.

ښاغلي حمیدي وویل هڅې روانې دي چې د فساد پخوانۍ دوسیې هم وڅېړل شي او په مجرمینو باندې قانون پلی شي.