د هند صدر اعظم نریندرا مودي هرات ته ورسېد

د هند صدراعظم ندیندرا مودي د سلما برېښنا بند پرانیستلو په هدف هرات ته ورسېد.

افغان ولسمشر محمد اشرف هم تېره ورځ هرات ته رسېدلی او ټاکل شوې نن سلما برېښنا بند د دواړو مشرانو له خوا پرانیستل شي.

دا بند د هند په ۲۷۰ میلیون ډالر مالي مرسته ورغول شو، د ۴۲ میګا واټ برق د تولید توان لري او ۷۵ زره هکټارځمکه هم اوبولائ شي.

د "افغان – هند د دوستۍ" بند د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې پر هريرود دریاب جوړ شوی دی.

هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پر دې بند یونیم زر افغان او هندي انجینرانو تر ډیرو سختو شرایطو لاندې کار کړی او بشپړېدل یې د افغانستان له پرمختګ سره د هند تعهد څرګندوي.