طالبانو ولې خپلو حملو ته زور ورکړی؟

افغان امنیتي مسؤلین وايي، وسله واله طالبان په افغانستان کې د بریدونو په زیاتولو سره غواړي چې د ملا منصور د وژنې له ځای او د خپلو ملاتړو څخه د نړیوالو پام بل خواته واړوي.

یاد چارواکي زیاتوي چې، د وسله والو مخالفینو له هڅو سره سره افغان ځواکونه توانېدلي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې دغه ډلې وځپي.

د افغانستان د د فاع او کورنیو چارو د وزارتونو ویندویان وايي، د وسله والو طالبانو د حملو د زیاتوالي هدف دا دی چې د ملا منصور د وژنې له ځای او د دوی د ملاتړو له پیژند ګلوۍ څخه، د نړیوالو پام بل خوا ته کړي.

د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، په اکثرو ولایتونو کې وسله وال طالبان ځپلي شوي او د هلمند ولایت د لښکرګاه او مارجې ولسوالۍ او کندهار او ارزګان ترمینځ لارې یې پرانیستې دي.

په اکثرو ولایتونو کې وسله وال طالبان ځپلي شوي

​هغه زیاته کړه:

"په دې وروستیو ورځو کې دوی ملکي خلکو ته زیان رسوي او یا پر هلمند او یا ارزګان بریدونه کوي غواړي د ملامنصور د وژنې رسوایي پټه کړي چې په پاکستان کې وژل شوی، دوی غواړي په دغو بریدونو سره دخلکو او د نړۍ دهېوادونو پام بل لور ته واړوي ."

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو مشر ملا اختر منصور ۱۲ ورځې دمخه، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د پاکستان په بلوچستان کې احمد واله سیمه کې ووژل شو.

راپورونه وايي، له ملا منصور څخه یو پاکستانی پاسپورټ چې ۱۸ ځلې یې پرې ایران ته سفرونه کړی، پاتې شوی دی.

ځینو امریکايي پوځیانو ویلي چې ملا منصور د سولې مخالف و.

د ملامنصور په وژل کیدو ځینو پاکستاني کړیو غبرګونونه ښودلي دي.

د ملامنصور له وژل کېدو وروسته چې د وسله والو طالبانو مشري د ملاهبت الله ترغاړې شوه په افغانستان کې د دې ډلې حملي لا زور وموند چې تراوسه په کې په لګسونو افغانان ووژل شول.

وسله والو طالبانو په وروستیو کې د کندز د علي اباد په سیمه کې له موټرو په لګسونو سپرلۍ ښکته کړي او د میدان وردګو او غزني ولایت د عدلي او قضايي ارګانونو څه باندې لس کارکوونکي یې وژلي.

سر بېره پر دې د ملي شورا غړو د هلمند په ولایت کې د طالبانو حملو پر پراخېدو اندېښنې ښودلي دي.

امنیتي مسوولین وايي، افغان ځواکونو په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په څوارلسو ولایتونو کې ۲۱ عملیات کړي چې په کې شا وخوا دوه سوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کورنیو چاور وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:

د هلمند تېرې شپې عملیاتو ښه نتیجه ورکړې

"موږ تېره شپه د هملند په ولایت کې له عملیاتو ښې نتیجې واخیستې، ځکه کومي سیمې چې د دښمن په ولکه کې وې هغه ټولې تصفیه شوې. "

د هلمند د ولایتي شورا ځینو غړو ویلي د هلمند دوضعیت د خرابوالي لامل د ځواکونو ترمینځ د هم اهنګۍ کمزوري ده.

خو افغان امنیتي ځواکونه ډاډ ورکوي چې وسله والو مخالفینو د دوی پروړاندې ماته خوړلې ده.

راپور:خان محمد سیند