یونان: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې سلګونه کسان لادرکه شوي

د یونان کریتی ټاپو ته نږدې نن د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې سلګونه کسان لادرکه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان یا ای او ایم وايي تر اوسه دوه نیم سوه کسان ژغورل شوي او پاتي نور لا درکه دي.

د روان م کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې دوه لکه او پینځه زره کسان د مدیترانې سمندر له لارې یونان ته رسېدلي دي.

د ای او ایم په خبره د تیرې مارچ میاشت تر پایه ۳۷۶ کډوال او پناه غوښتونکي چې هڅه يې کوله اروپا ته ورسېږي په مدیترانه سمندر کې ډوب شوي دي.