ولسمشر غني د سلما بند پرانیستې لپاره هرات ته تللی

ولسمشر محمد اشرف غني د سلما یا افغان هند د برېښنا بند د پرانستلو د مراسمو په درشل کې نن هرات ته ورسېد.

تمه کېږي چې افغان ولسمشر او د هند صدراعظم نریندرا مودي سبا ته د سلما بند چې د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې دی، پرانیزي.

د سلما بند چې د افغان هند د دوستی په بند یاد شوی په هریرود جوړ شوی د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د ازادۍ راډیو خبریال د هرات د چارواکو په حواله وايي چې ولسمشر غني به نن له امنیتي چارواکو، د ولایتي شورا له غړو او د ښځو له حقونو څخه د دفاع له سازمانونو سره کتنه وکړي.