د یونان لیسبوس ټاپو کې افغان او پاکستاني کډالو شخړه کړې

راپورونه وايي چې په یونان کې تېره شپه د افغان او پاکستاني کډوالو ترمنځ اخ وډب شوی دی.

فرانس پریس خبري اژانس وايي دا شخړه د لیسبوس ټاپو د کډوالو په یوه کمپ کې شوې ده.

په دې اخ وډب کې یو افغان او دوه پاکستانيان ژوبل شوي او لسګونه نور له کمپ څخه ویستل شوي دي.

د شخړي د سبب په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

دا مهال د یونان د لیسبوس ټاپو په موریه کمپ کې شاوخوا درې زره کډوال او پناه غوښتونکي اوسېږي.