کندز کې د یرغمل شویو کسانو د لټون هڅې روانې دي

په کندز کې چارواکي وایی، د هغو خلکو د لټون هڅې روانې دي چې وسله والو طالبانو یرغمل کړي دي.

د کندز د والي د دفتر رئیس محمد اسمعیل مسئول وویل چې امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ تنه مشکوک کسان نیولي دي.

مسئول پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل:

"اتلس تنه چې ورسره یرغمل وو ۱۲ تنه یې شهیدان کړي او ۱۶ تنه لا هم ورک دي چې ښايي له هغوي سره یرغمل وي."

هغه څرګنده کړه چې ۱۶ مسافر لاهم ورک دي چې ښايي له وسله والو طالبانو سره وي.

وسله والو طالبانو د سې شنبې په ورځ د کندز په علي اباد ولسوالۍ کې څلورمسافر وړونکي موټر ودرول، یو شمېر خلک یې ووژل او ځینې نوریې یرغمل کړوو.

د یرغمل شوو خلکو د موندلو او خوشې کولو لپاره د حکومت او ولسي مشرانو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

وسله والو طالبانو ویلي چې د افغانستان د امنیتي ځو اکونو لږترلږه ۲۶ غړي یې نیولي چې په ملکي جامه کې یې سفر کاوو خو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړه.