بریتانیا له افغانستان سره د خپلو همکاریو په اړه ډاډ ورکړ

د بریتانیې دفاع وزیرمایکل فالون تر ۲۰۱۷میلادي کال وروسته له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

مایکل فالون پرون پنجشنبې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت له اجراییه رئیس عبدالله عبدالله سره پرامنیتي او اقتصادي چارو خبرې وکړې.

مایکل فالون څرګنده کړه چې د افغانستان امنیت یوه نړیواله مسئله ده او د بریتانیې حضور به تروریزم ته ماتې ورکړي.

کابل ته د بریتانیې د دفاع د وزیر سفر مخکې له مخکې نه وو اعلان شوی.

مایکل فالون پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې په مذاکرو کې برخه واخلي.

مایکل فالون زیاته کړه:

"اوس، دا پر طالبانو، پرمنځ لارو طالبانو، اړه لري چې د افغانستان د راتلونکي په نظر کې نیولو سره مخامخ، خبرو ته ستانه شي او روغه وکړي چې وړاندیز یې ورته شوی، خو که داسې نه کوي، دلته د ستونزو په اړه باید د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د بریتانیې د عزم په اړه هیڅ شک ونه لري."

د افغانستان حکومت وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د بیرتانیې دفاع وزیر په بروکسل او وارسا کې د ناټو د غړو هېوادونو د را روانو غونډو په اړه خبرې کړې دي.

په دې دواړو غونډو کې به د افغانستان پر وضعیت او له دې هېواد سره د نړیوالو د پوځي او ملکي مرستو پر برخلیک خبرې کېږي.

د بریتانیې د دفاع وزیر ژمنه کړې چې په دواړو غونډو کې به ګډونکونکي له افغانستان سره د مرستو دوام ته وهڅوي.

هغه زیاته کړه:

"زه د انګلستان پر دې پرېکړه د ټینګار لپاره کابل ته راغلی یم چې زموږ ملاتړ به د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پای وروسته هم دوام وکړي، په وارسا کې د را روانې سر مشریزې او په بروکسل کې د ناټو د کنفرانس لپاره د تیاري په ترځ کې، د دې خبرې واضح کول مهم دي چې زموږ ملاتړ به دوام وکړي."

د بریتانیې دفاع وزیر په افغانستان کې له خپلو یو شمېر عسکرو سره هم وکتل.

فالون افغانستان کې له خپلو عسکرو سره هم وکتل

بریتانیه اوسمهال، د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت لپاره ۳۵۲ تنه پوځیان په افغانستان کې لري.

خو دا عسکر په جګړه کې ګډون نه کوي او یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او هغوی ته د سلا مشورو ورکولو ماموریت پرمخ بیايي.

په افغانستان کې له تروریزم سره په مبارزه کې لږترلږه څلور نیم سوه بریتانوي عسکر وژل شوي دي.