د کندز ولایتي شورا وایي، طالبانو اتلس برمته شوي مسافر وژلي

د کندز ولایتي شورا وایي، طالبانو اتلس برمته شوي مسافر وژلي دي او حکومت تر اوسه د پاتې مسافرو د خلاصون لپاره کوم کار نه دی کړی.

د کندز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي د کندز د چهار درې او د بدخشان د قومي مشرانو په ګډون نن په یوه غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

خو د کندز امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وویل چې افغان ځواکونو د برمته شوېو کسانو د خلاصون لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي.

اخوا د حکومت د اجراییه ریاست مرستیال ویاند نن په یوه غونډه کې وویل چې په کندز کې د برمته شوېو کسانو د خلاصون لپاره پوځي عملیات کرار کرار په مخ ځي څو برمته شوېو ته د طالبانو له خوا کوم زیان ونه رسیږي.

همدا سې شنبه د څلورو بسونو ۱۸۵ سورلۍ طالبانو له ځانه سره بوتله چې بیا وروسته یې شاوخوا یو نیم سل کسان خوشې کړل او پاتې نور یې یا ووژل یا لا اوس هم ورسره دي.

له بلې خوا د سرپل والي وايي، تېره ورځ ناوخته د بلخ آب او سانچارک ولسوالیو تر منځ د بلخ آب ولسوالۍ ۲۴ اوسیدونکي د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي دي.

ظاهروحدت آزادي راډیو ته وویل له دې ډلې ۸ ښځې او ماشومان خوشې شوي خو پاتې اولس نور مسافر لا هم د طالبانو په قید کې دي.