د مالیې وزیر د مرسته کوونکو هېوادونو له سفيرانو او استازېو سره وکتل

د افغانستان د مالیې وزیر د مرسته کوونکو هېوادونو له سفيرانو او استازېو سره د وارسا او بروکسل کنفرانسونو لپاره د افغان حکومت د چمتووالي په اړه ليدنه وکړه.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډیوته وویل چې په دغه ناسته کې پراقتصادي اصلاحاتو، کارموندنې او له فساد سره د مبارزې په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه چې په دغه ناسته کې د افغانستان پر نوي ملي ستراتیژي هم خبرې وشوې او افغان حکومت چمتو دی چې دغه ستراتیژي د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.