افغان حکومت: په کندز کې د برمته شوېو مسافرو لپاره عملیات روان دي

افغان حکومت وايي، په کندز کې د اتو برمته شوېو مسافرو لپاره یې عملیات روان دي او تر دمه د یادې پېښې پنځه عاملین نیول شوي دي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن د حکومت د ویاندویانو په ګډه غونډه کې وویل چې افغان پوځیان په ډېر احتیاط مخته ځي څو یادو برمته شوېو افغانانو ته کوم تاوان ونه رسیږي.

ښاغلي فیصل وویل چې وسله والو طالبانو په کندز کې د عامو خلکو په وژلو سره نه یوازې له حکومت بلکې له عامو خلکو سره هم خپله دښمني ثابته کړه.

په کندزکې د علي آباد په شین تیپه سیمه کې دوه ورځې مخکې د څلورو بسونو ۱۸۵ سورلۍ طالبانو له ځانه سره وړې چې ویل کیږي له ډلې یې ۱۵۰ تنه خوشې شوي۱۵ تنه یې وژل شوي او ۸ تنه نور هم برمته پاتې دي.

بله خوا د سرپل والي وايي، تېره ورځ ناوخته د بلخ آب او سانچارک ولسوالیو تر منځ د بلخ اب ولسوالۍ ۲۴ اوسیدونکي د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي دي.

ظاهروحدت آزادي راډیو ته وویل، له دې ډلې ۸ ښځې او ماشومان خوشې شوي خو پاتې اولس نور مسافر لا هم د طالبانو په بند کې دي.