په کابل کې راټول شوي لسګونه کسان د کندز پېښه غندي

د کابل ښار عیدګاه جومات سره نن لسګونه کسان راټول شوي څو په کندز کې د وروستۍ خونړۍ پېښې غندنه وکړي.

دغه کسان چې د زرغون بهیر په هڅو سره ټول شوي وايي چې حکومت باید په کندز کې د وسله والو طالبانو له خوا د خلکو د وژنې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.

دوی وویل چې د نننۍ غونډې هدف یې دا دی چې یاده پېښه وغندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړي.

د سې شنبې په ورځ د کابل کندز په لویه لار د علي آباد په شین تیپه سیمه کې د څلورو بسونو ۱۸۵ سورلۍ وسله والو طالبانو له ځانه سره یوړل چې له هغې ډلې یې ۱۳ کسان ووژل،۱۵۰ یې خوشې کړل او لا هم اته کسان ورسره یرغمل دي.