صدیقي: د غزني پر استیناف محکمې حمله کې ۵ تنه وژل شوي

د غزني پر استناف محکمې د وسله والو په برید کې د دوو مېرمنو او یو پولیس په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یویې خبرې غونډې ته وویل چې د څلورو برید ګرو له ډلې یوه یې د محکمې دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه او نورو یې غوښتل چې محکمې ته ننوځي خو د امنیتي ځواکونو لخوا یې مخنیوی وشو.

صدیقي وايي په دې پېښه کې د محکمې دیارلس تنه مراجعین ټپیان شوي دي.

د صدیقي په خبره درې نور وسله وال د افغان ځواکونو لخوا لمنځه یوړل شول.

د دغه پېښې مسولیت تراوسه چا نه دی منلی.