د غزني پر استيناف محکمه حمله کې حقاني شبکه لاس لري

د غزني امنيه قوماندان وايي د دغه ولايت پر استيناف محکمې په نننۍ حمله کې حقاني شبکه هم لاس لري.

نن پر دې محکمې په بريد کې يو ساتونکى، څلور مراجعين چې دوه تنه يې ښځې دي او احتمالاً پنځه بريد کوونکي وژل شوي دي.

په دې ډله ييزه حمله کې د محکمې د رئيس په ګډون ځينې کسان ټپيان شوي هم دي.

د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل ازادۍ راډيو ته وويل چې پر محکمې دغه حمله د وسله والو طالبانو د غړو له وروستيو اعدامونو سره ارتباط لري.

صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې ورڅخه پوښتنه کړې چې د نننۍ حملې په اړه د دوى ابتدايي تحقيقات کوم ځاى ته رسېدلي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له جنرال امین الله امرخېل سره مرکه