شریفي: ټول وزارتونه باید خالي بستونو کې ځوانان استخدام کړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینت له ټولو وزارتونو غواړي چې د خالي بستونو په ډکولو کې دې ځوانانو ته برخه ورکړي.

د دې معینیت د همغږۍ رئيس حضرت الله شریفي وویل، اوسمهال په ټولو وزارتونو کې ۲۶۰۰۰ بستونه خالي دي حال دا چې په لسګونو زره داسې ځوانان شته چې لوړې زده کړې ېې کړي خو کار ورته نه موندل کېږي.

په دې مناسبت د چهار شنبې په ورځ په کابل کې په جوړې شوې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو، د کلیو د پراختیا، کډوالو چارو او د سوداګرۍ اوصنایعو د وزارتونو استازیو وویل، د خپلو ادارو اړوند تش بستونه یې اعلان کړي او د استخدام د قانوني پروسې له بشپړیدو وروسته به، په شرایطو برابر ځوانان استخدام کړي.