صدیقي: کندز کې د تښتول شوو کسانو د خلاصون عملیات پيل شوي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د هغو اتو تنو د موندلو لپاره شدید عملیات روان دي چې پرون وسله والو طالبانو په کندز کې له موټر کښته کړل او ویې تښتول.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې لس تنه تښتول شوي مسافر د خلکو د همکارۍ او پوځي عملیاتو په پایله کې را خوشي شوي دي.

صدیق صدیقي زیاته کړه:

"له خواشینۍ سره وایم چې زموږ ۱۰ تنه بې ګناه وطنوال د طالبانو په لاس شهیدان شوو، اته تنه لا هم ورک دي، د عملیاتو او د خلکو د هڅو په پایله کې، خوشبختانه لس تنه وژغورل شوو."

د کندز امنیه قوماندانۍ ویلي چې وسله والو طالبانو پرون د دې ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې څلور مسافر وړونکي موټر ودرول ۱۳ تنه یې ووژل او یو شمېر نور یې ورسره بوتلل.

د کندز د امنیه قوماندانۍ په وینا، د پېښې ټول قربانیان ملکي خلک وو.

خووسله والوطالبانو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د امنیتي ځواکونو ۲۶ تنه یې چې ملکي جامې یې اغوستې وې، ورسره بیولي دي.

صدیق صدیقي دا ادعا بې اساسه بللې او طالبان یې د ملکي خلکو په وژلو تورن کړي دي.