تېره اوونۍ د مدیترانې اوبو کې ۱۰۰۰ کډوال مړه شوي

د مهاجرت نړیواله اداره وايي، په تیره یوه اونۍ کې لږترلږه ۱۰۰۰ تنه غیرقانوني کډوال د مدیترانې په اوبو کې غرق او مړه شوي دي.

د دې نړیوال سازمان ویاند پرون سې شنبې څرګنده کړه چې د غیر قانوني کډوالو د تلفاتو شمېر د دې لپاره زیات شوی چې په لیبیا کې قاچاق وړونکي د لرګي په سترو بېړیو کې زیات شمېر خلک سپروي او د اروپا په لور حرکت کوي.

د دې چارواکي په وینا، په هره بېړۍ کې چې له لیبیا د یونان د سواحلو په لورحرکت کوي، لږترلږه ۷۰۰ تنه غیر قانوني کډوال ځاي شوي وي.

تر دې رپوټ مخکې، د ملګرو ملتونو سازمان وویل چې سږکال۲۵۰۰ تنه د بېړیو د ډوبېدو له امله د مدیترانې په اوبو کې مړه شوي دي.

داروپايي پولیسو اداره ایروپول وايي چې د یونان اوچک جمهوریت پولیسو ۱۹ مشکوک کسان نیولي چې خلکو ته یې د سفر قاچاقي اسناد برابرول.

د اروپايي پولیسو په وینا، دې کسانو په منځني ختیځ، اسیا او افریقا کې د اروپايي هېوادونو یو پاسپورت په لږترلږه ۳۶۰۰ ډالر پر خلکو پلورل.