تېره اوونۍ د کښتیو د ډوبېدو پېښو کې ۸۸۰ کډوال مړه شوي

ملګري ملتونه وايي، تیره اونۍ د هغو کډوالو لپاره چې له منځني ختیځ څخه د مدیترانې د سمندر له لارې اروپا ته د تلو هڅه کوي یو له مرګونو اونیو څخه وه.

په دې اوونۍ کې په سمندر کې د کښتیو د ډوبېدو په پېښوکې د اته سوه اتیا کډوالو د مړینې راپور ورکړل شوی.

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وویل، د ۲۰۱۶ میلادي کال د پیل راهیسې له هغو کسانو څخه چې هڅه یې کوله په غیرې قانونې توګه د مدیترانې له سمندر تېر شي او ځانونه اروپا ته ورسوي، دوه نیم زره یې مړه شوې دي.

دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په مقایسه په ناڅاپي توګه زیات شوی دی.

همدارنګه راپور وايي چې په همدې موده کې دوه سوه څلور زره تنه کډوال له مدیترانې څخه اروپا ته اوښتي چې د ملګرو ملتونو په وینا دا شمېر هم د پخوا په مقایسه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، یوازې په تېره اوونۍ کې د غیرې قانونې کډوالو د کښتیو د ډوبېدو په پېښو کېاته سوه اتیا کسان مړه شوې دي.

یوازې تېره اوونۍ د کښتیو د ډوبېدو په پېښو کې۸۸۰ کسان مړه شو ي

ویل کېږي چې په تېره اوونۍ کې په اوبو کې ډوبو شویو کډوالو کې یو شمېر ماشومان هم شامل وو.

راپورونه وايي چې د دې پېښو سربېره هم د منځني ختیځ او افریقا څخه به زرګونو کډوال هڅه کوي چې په وړ کښتیو کې له دې سمندر څخه تېر شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري په تېرو څو ورځو کې وضعیت خواشینونکې بللی دی او وايي د یوې وړکښتې د ډوبېدو په پېښه کې چې له لیبیا څخه یې ۱۲۵ کډوال انتقالول ۴۷ کسان لا هم نادرکه دي.

د ملګرو ملتونو یو ویاند ویلیم سپینډلر خبرداری ورکړی دی چې ۲۰۱۶ میلادي کال تر پخوانیو هغو د کډوالو لپاره ډېر مرګونی دی.

په ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د مدیترانې په سمندر کې د یو زرو اته سوه پنځه پنځوس کسانو د ډوبېدو راپور ورکړل شوی وپه ۲۰۱۴ میلادي کال کې دا شمېر یوازې څلور پنځوس تنه وو.

هغوی چې د ۲۰۱۶ میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه اروپا ته رسېدلي دي، له څلورو څخه درې برخې یې په لومړي پړاو کې یونان ته ورغلي، دوی کې ډېر د سوریې او افغانستان له جګړو تښتیدلي کډوال دي.

خو وروسته له هغې چې اروپايي ټولنې له ترکیې سره د کډوالو د بېرته ورستنولو یو تړون لاسلیک کړ یونان د کډوالو په ورتګ کې ناڅاپي کمی راغی او پر ځای یې یو شمېر کډوالو له لیبیا څخه ایټالیا ته د تلو لپاره د سمندر اوږده لاره خپله کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمېشنرۍ ویاند وايي، د لیبیا او ایټالیا تر منځ په سمندر کې سفر د ترکیې او یونان په مقایسه اوږد دی او وروستیو پېښو ثابته کړې چې دا لار د کډوالو لپاره تر ټولو مرګونې لاره ده.

دا لار د کډوالو لپاره تر ټولو مرګونې لاره ده

په دې کال د هغو دوه نیم زره کډوالو څخه چې په اوبو کې د کښتیو د ډوبېدو پېښو کې مړه شوې یوازې دوه زره یو سلو نولس تنه یې هغه وو چې له لیبیا څخه ایټالیا ته تلل.

د ملګروملتونو ویاند ویلیم سپینډلر وايي، په اوسطه توګه اوس پر دې لاره له هرو درویشت کډوالو څخه یو مري.