ټیفا: حکومت په انتخاباتي اصلاحاتو کې په بېغورۍ تورن کړ

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا حکومت په انتخاباتي اصلاحاتو کې په بې غورۍ تورن کړ.

د دغه بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده نن ازادي راډیو ته وویل له انتخاباتي اصلاحاتو پرته به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات افغانانو ته د منلو وړ نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر تیره ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې اړوندو ارګانونو ته دنده ورکړه چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو امنیتي پلان نهایي کړي.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډيو ته وویل چې انتخاباتو ته یې هر اړخیزې هڅې پيل کړي او هڅه کیږي چې په خپل وخت یعنې د روان کال د میزان په ۲۴ نیټه ترسره شي.