مشرانو جرګې هلمند کې د افغان پوځ پر تلفاتو اندېښنه ښکاره کړه

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوي په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبلې اندېښنه ښکاره کړه.

د دغې جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې نن یې د مشرانو جرګې مشري کوله له حکومته وغوښتل د جګړې په ډګرونو کې باید مسلکي کسانو په دندو وګماري:

"په هلمند کې د ملي اردو او د ملي پولیسو د ۱۵۰ سرتېرو وژل کېدل لویه غمیزه ده، که د ځواکونو په راس کې کارپوه کسان وای، نن به موږ۱۵۰ سرتېري له لاسه نه ورکول."

بل خوا د هلمند والي وايي، لښکرګاه ته نږدې سیمو کې د مخالفو وسله والو بریدونه په شا تنبول شوي او اوس دغلته جګړې پای ته رسېدلي.

حیات الله حیات ازادي راډيو ته ویلي و چې د هلمند په جګړه کې د څلوېښتو په شاو او خوا کې امنیتي سرتېري مړه او ټپیان شوې دي.