د اوبو د تنظیم د ۲۰ پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت نن له خصوصي شرکتونو سره د ۱۴۶ میلیونو افغانو په ارزښت د اوبو د تنظیم د شلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د تړونونو د لاسلیک پرمهال د کرنې وزیر اسدالله ضمیر خبریالانو ته وویل چې دغه پروژې په بغلان، کاپیسا، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې پلې کېږي.

ښاغلی ضمیر زیاتوي چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به ۴۳ زره هکتار شاړې ځمکې خړوبه شي.